ایکناخبری آژانس راپور راکړ،عمانیان،د روژې دمبارکې میاشتې په رارسیدو سره،دخوراکي موادو په اخستو،په جوماتونوکې په ډله ایزو رژوماتو، د تراویح دلمانځه په اداکولو د قرآڼ کریم دتلاؤت په ترسره کولو سره او په پاي کې د روژې د مبارکې میاشتې نیکمرغه اختر دستورې لمانځي.
د عمان میرمنې هم په روژې مبارکې میاشتې کې مهم رول لوبوي،دوي د شعبان د میاشتې په پیلیدا سره ځانونه د روژې دمبارکې میاشتې د خوړو لپاره دلازمو خوراکي موادو دبرابرولو لپاره لاس په کار کیږی.همدرازا د ماشومانو تیارول او دوي ته د دیني مفهمونو او مسایلو ورزده کولو او د روژماتي د دسترخوان برابرولو چې یو ولایت له بل ولایت سره فرق لري او په عمان کې د میرمنو دندې دي .
معمولا دعمان خلک د پيغمبر اکرم په سنتونو په عمل کولو سره په خرما او شیدو سره روژماتی کوي.
په روژې مبارکې میاشتې کې د عمانیانو اداب دادي چې خپلو خپلوانو او ګاونډيانو ته دخواړو بلنه ورکوي چې د ورورولۍ او مینې دپياوړتیا سبب کیږي.
د روژې دمبارکې میاشتې په نیمائۍ کې د عمان سلطنت په ځينو سیمو کې،د ؛قرنقشوه؛په نامې سره یعني هماغه د ګرګشو یا فارس خلیج د څنډې په هیوادونو کې د قرقیعانو سنت ترسره کیږي،چې ماشومانو په واټونو او کوڅو کې ګرځي او کورنۍ او ګاونډیان ورته میټایانې او وچه میوه او پیسې ډالۍ کوي.له دغه جشن څخه موخه،د ماشومانو خوشالول او دیوه ملی میراث په توګه ددغه جشن ساتل دي.
دغه جشن دعمان په نورو سیمو کې د نامې له پلوه مختلف وي،مثلا ؛تلمیس،چې د میټایانو د ترلاسه کولو لپاره د بچیانوغوښتې او التماس ته اشاره ده. ماشومان په لاسونو کې د فانوسونو په اوچتولو او دسرود په لوستلو سره ددغې مبارکې میاشتې هرکلی کوي.